انصار: ( د وری 27مه)، د کندهار مسوولین وایي د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي دي.
د کندهار ښار طبیعي پېښو ته د رسېدو مشر، عبدالسلام عمري ویلي، چې وروستیو اورښتونو او تر دې دمه ۱۴۶ کورونه ویجاړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا چې د دې ترڅنګ هلته توندو بادونو د لمریزې برېښنا سلګونه تختې هم له منځنه وړې دي.
په کندهار سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، او د ځینو ولسوالیو لارې هم تړل شوې دي.
افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شپږم بلل شوی چې د اقلیمي بدلون له ستر ګواښ سره مخ دی. د اقلیمي بدلون سترې پایلې وچکالي، خونړۍ زلزلې او بې وخته اورښتونه بلل کېږي.
د ویلو ده چې په افغانستان سربېره د پاکستان په ځینو ایالتونو کې هم د تېرو څو ورځو د اورښتونو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی دی او یو ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31095